پاکستان له افغان کډوالو سره بې انصافه چلند کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141290-پاکستان_له_افغان_کډوالو_سره_بې_انصافه_چلند_کوي
د افغانستان خلک هماغه شان چې تر کلونو پورې ئې د خپل عزت او سرلوړئ لپاره  له  تیریګرو سره مبارزه وکړې ده ، اوس به هم  په عزت سره د ژوند دتیرولو لپاره  د مشکلاتو په وړاندې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي.
(last modified 2023-11-09T20:36:02+00:00 )
Nov 10, 2023 01:01 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغان کډوالو سره بې انصافه چلند کوي

د افغانستان خلک هماغه شان چې تر کلونو پورې ئې د خپل عزت او سرلوړئ لپاره  له  تیریګرو سره مبارزه وکړې ده ، اوس به هم  په عزت سره د ژوند دتیرولو لپاره  د مشکلاتو په وړاندې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي.

د افغانستان د طالبانو دحکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین ننګرهار ختیځي ولایت ته په سفر او له پاکستانه بیرته ګرځول شووکډوالو سره په کتنې کې د اسلام اباد د حکومت چلند بې انصافه او ناعادلانه وبالۀ.

سراج الدین حقاني پرون په ننګرهار کې له یو شمیر کډوالو سره په کتنې کې  له مهاجرینو سره د پاکستان د حکومت د نامناسب  چلند په بې انصافه  بللو سره ووئیل،  داسلام اباد حکومت په اوسنیو حساسو شرائطو کې د افغانستان په حکومت او ولس باندې په دباؤ اچولو سره  د افغانستان  د خلکو په ذهنونو کې له ځانه بده خاطره پریښودلې ده.حقانی  افغانستان ته د بیرته ستانه شوو  کډوالو د مشکلاتو د حل لپاره  د ټولو اورګانونو پر هڅې په ټينګار سره  ووئیل، د افغانستان خلک هماغه شان چې تر کلونو پورې ئې د خپل عزت او سرلوړئ لپاره  له  تیریګرو سره مبارزه وکړې ده ، اوس به هم  په عزت سره د ژوند دتیرولو لپاره  د مشکلاتو په وړاندې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي.

صدای افغان خبری اژانس راپور ورکړی ، له پاکستانه  دافغان کډوالو د اجباری ویستلو د بهیر له پیل راهسې تر دې اوسه بورې څه د پاسه پنځوس زره کورنۍ  دتورخم له لارې  خپل هیواد ته ستنې شوي دي . په عین حال کې  دطالبانو  چارواکي وائي چې  خپلو اصلي ولایتونو ته د  کډوالو د  منتقلولو بهیر چټک شوی دی