پاکستان د افغان سوداګرو ۵۵۰۰ کانټینران نیولي دي
Nov 11, 2023 04:15 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت په ناحقه د افغان سوداګرو په زرګونه کانټینران حصار کړي دي او په لسګونه میلیون ډالره یې افغان سوداګرو ته زیان اړولی دی.
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې یو شمېر سوداګر وايي، د افغان سوداګرو زرګونه په توکو بار کانټینرونه، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې پاکستان کې په ناقانونه ډول ګرځول شوي او هره ورځ ورباندې سلګونه زره ډالر مالیه راځي.
د کندهار سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، دا موضوع د پاکستان له حکومت سره څو ځلې شریکه شوې، خو هغوی یې په تړاو څه نه دي کړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا مسیر ورځپاڼې ته وویل: چې له پنځو تر پنځه نیمو زرو پورې کانټینرونه د پاکستان بندري ښار کراچۍ په ګمرکونو کې حصار پاتې دي.
ټیګونه