چابهار، مرکزي اسیا سره د افغانستان د ګنډل کیدا لپاره مهم دی
(last modified Tue, 14 Nov 2023 00:29:00 GMT )
Nov 14, 2023 04:59 Asia/Kabul
  • چابهار، مرکزي اسیا سره د افغانستان د ګنډل کیدا لپاره مهم دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان رسنیو د خپل هیواد(افغانستان) لپاره د ایران د چابهار بندر ګټو ته په اشارې سره ولیکل دغه اوقیانوسي بندر کولای شي افغانستان د مرکزي اسیا په ټرانزیټي لارې بدل کړي.

ایران ته د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړرتبه پلاوي له سفر او په تیره بیا د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټي ملګرتیاو د زیاتولو لپاره د موافقې او د تجارتي اړیکو د پراخولو په باره کښې له هراړخیزه خبرو اترو وروسته د افغانستان «عزم نیوز» رسنۍ د خپل هیواد لپاره د دغه اوقیانوسي بندر ګټې بیان کړې.

عزم نیوز ولیکل د ایران په جنوب ختیځ کښې د چابهار بندر په تیره بیا د سیمې او د دنیا هیوادونو ته د پاکستان د کراچۍ له بندر څخه د افغانستان د وارداتو او د صادراتو لپاره د مشکلاتو له رامینځته کیدا او د افغانستان د سوداګرانو لپاره د پاکستان لخوا د بیلابیلو محدودیتونو له لګولو وروسته د افغانستان لپاره ځانګړی مقام پیدا کړی دی.

د افغانستان عزم نیوز رسنۍ د ایران د چابهار بندر ګټو ته په اشارې سره وویل چابهار بندر به له هندوستان سره د افغانستان سیاسي، ډیپلوماټیکې ، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکې هم پیاوړي کړي.

عزم نیوز رسنۍ ټینګار وکړ له بلې خوا د ایران چابهار بندر د افغانستان او د مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره یو مهم اوقیانوسي بندر دی چې دغه هیوادونه د افغانستان له لارې ازادو اوبو ته رسوي او دغه موضوع د افغانستان او د مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره چې په وچې کښې کلابند دي ډیره مهمه ده.

د افغانستان عزم نیوز رسنۍ زیاته کړه چابهار بندر له اقتصادي نظره د پاکستان د کراچۍ د بندر په پرتله د افغانستان له پلازمینې کابل سره کابو اوه سوه کلومیټره نږدی دی دغه نږدې والی هم د ټرانزیټ د لګښت له نظره او هم د محصولاتو لپاره چې په چټکې سره مقصد ته رسیږي ضروري ګڼل کیږي.

 

ټیګونه