افغانستان د کډوالو د جذبولو جوګه نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141526-افغانستان_د_کډوالو_د_جذبولو_جوګه_نه_دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی یوه نړیوال ارګان له پاکستان څخه د افغانستان د کډوالو په پراخه سویه ایستلو ته په غبرګون کښې وویل افغانستان د زیاتو کډوالو د جذبولو توان نلري.
(last modified 2023-11-14T01:19:54+00:00 )
Nov 14, 2023 05:42 Asia/Kabul
  • افغانستان د کډوالو د جذبولو جوګه نه دی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی یوه نړیوال ارګان له پاکستان څخه د افغانستان د کډوالو په پراخه سویه ایستلو ته په غبرګون کښې وویل افغانستان د زیاتو کډوالو د جذبولو توان نلري.

د ژغورنې په نړیوالې کمیټۍ کښې د اسیا د برخې مرستیال «نانسي دنت» رویټرز خبري اژانس ته وویل افغانستان اوس هم له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی او له پاکستان څخه د زرګونو ایستل شویو کورنیو د جذبولو توان نلري.

هغه زیاته کړه احتمالا دغه چاره به د ټول افغانستان لپاره حالات نور پسې خراب کړي.

نانسي دنټ د ژمي موسم او د افغانستان د ښاریزو لپاره د خوراکي موادو کمښت ته په اشارې سره وویل په دغو شرایطو کښې له پاکستان څخه افغانستان ته د سلګونو زره افغانانو ورتلل به حالات نور پسې خراب کړي.

په عین حال کښې د افغانستان د حکومت د اقتصاد وزارت په دغه هیواد کښې د اقتصادي کړکیچ اصلي  مشکل په افغانستان باندې د بایکاټونو او د محدودیتونو  لګیدل وباله.

د افغانستان د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وویل په هیواد کښې د اقتصادي مشکلاتو دلیل د نړۍ د هیوادونو لخوا د غیر عادلانه بایکاټونو لګول دي، خو کابل د بې وزلۍ او د لوږې د کمولو کوشش کوي چې افغانستان ځان بسنې ته ورسیږي.

په پاکستان کښې له سندونو پرته د افغانستان د کډوالو د ایستلو لپاره د اسلام اباد له فیصلې وروسته له افغانستان سره د پاکستان اړیکې کړکیچنې شوي دي.

د افغانستان څه د پاسه څلویښت لکه خلک لسګونو کلونه کیږي چې په پاکستان کښې ژوند کوي او یواعشاریه څلور میلیونه د وسیدو هیڅ ډول قانوني سندونه نلري.

دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان او د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په هکله له یوبل سره اختلاف لري.

پاکستان د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په ملاتړ کولو تورن کړي دي خو د افغانستان طالبانو په ځلونو دغه تور رد کړی دی.