د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141628-د_افغانستان_پاکستان_او_ازبکستان_درې_اړخیزه_غونډه
د اقتصادي ملګرتیاؤ، څواړخیزه همکاریو او سیمه ایزو ارتباطاتو د پراختیا په موخه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان وړومبنۍ درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.
(last modified 2023-11-15T23:51:13+00:00 )
Nov 16, 2023 04:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه

د اقتصادي ملګرتیاؤ، څواړخیزه همکاریو او سیمه ایزو ارتباطاتو د پراختیا په موخه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان وړومبنۍ درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.

د ریډیو پاکستان د خبري سایټ د رپورټ له مخې، په دغې غونډې کښې چې د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر ګوهر اعجاز، د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت د وزیر نور الدین عزیزي او د ازبکستان د وزیراعظم د مرستیال په ګډون په اسلام آباد کښې ترسره شوه، لورو د تجارت په برخه کښې په پراخه پيمانه د سیمه ایزو ملګرتیاؤ جاج واخیسته.

د پاکستان د خبري سرچینو د رپورټ له مخې، د سوداګري خنډونو کمول، د ګمرکي مسائلو ساده کول او د ریلي او سړکي ارتباطاتو د شبکې د پراخولو له لارې له پولو بهر تجارت د پاکستان، افغانستان او ازبکستان د دغې اولنۍ درې اړخیزې غونډې مهم چورلیزونه وو.

د یادو درې واړو هیوادونو چارواکو همداشان د ګډو پانګونو، دولتي او پرائیوټ مشارکتونو او په مختلفو برخو کښې نیغ په نیغه د بهرنۍ پانګونې د زیاتولو په هکله صلاح مشورې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پاکستان، افغانستان او ازبکستان کوې شي د خپل قدرت او سرچینو په کارولو سره نویو بازارونو ته ورسي او د سیمې د اقتصادي سوکالتیا زمینه برابره کړي.