د افغانستان اقتصاد وزارت د امریکا راپور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141822-د_افغانستان_اقتصاد_وزارت_د_امریکا_راپور_رد_کړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د اقتصاد وزارت په یوې خبر پاڼه کښې د افغانستان د اقتصاد د بد حالت په هکله د امریکا د سولې د موسسې راپور بې اساسه وباله.
(last modified 2023-11-20T00:10:01+00:00 )
Nov 20, 2023 04:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان اقتصاد وزارت د امریکا راپور رد کړ

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د اقتصاد وزارت په یوې خبر پاڼه کښې د افغانستان د اقتصاد د بد حالت په هکله د امریکا د سولې د موسسې راپور بې اساسه وباله.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت په یوې خبر پاڼه کښې د افغانستان د بد اقتصادي حالت په هکله د امریکا د سولې د موسسې د تازه راپور په ردولو سره وویل چې د کابل حکومت په تیرو دوو کلونو کښې په اقتصادي برخه په تیره بیا د انفلاسیون په کمیدا ، د  افغانۍ د ارزښت په ثبات ، او د ملي عوایدو او د صادراتو په زیاتولو کښې د پام وړ بریاوې لرلي دي.

د افغانستان د اقتصادي حالت په هکله د نړیوال بانک د راپورونو او د ډالر په مقابل کښې د افغانۍ د ارزښت په زیاتیدا باندې د خوش بینیو له خپریدا یوه اونۍ وروسته د امریکا د سولې موسسې په یوه راپور کښې ولیکل په تیر کال کښې د اقتصادي ثبات له ځینو نښو نښانو سره سره د افغانستان اقتصاد هماغه راز کمزوری دی او د مخ په زیاتیدونکي نفوس د اړتیا وړ کارونو او معیشت د رامینځته کولو جوګه نه دی او په همدې دلیل یوه ګړنګ ته د نږدې کیدا په حال کښې دی.