له پاکستان څخه د افغانستان ګڼ شمیر ماشومان تللي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141824-له_پاکستان_څخه_د_افغانستان_ګڼ_شمیر_ماشومان_تللي_دي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی له پاکستان څخه ورستانه شوي کابو پینځویشت فیصده افغان ښاریز له پینځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
(last modified 2023-11-19T20:58:39+00:00 )
Nov 20, 2023 01:16 Asia/Kabul
  • له پاکستان څخه د افغانستان ګڼ شمیر ماشومان تللي دي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی له پاکستان څخه ورستانه شوي کابو پینځویشت فیصده افغان ښاریز له پینځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او(WHO) وايي ډیرې کسان چې له پاکستان څخه افغانستان ته ورستانه شوي یا ایستل شوي دي ښځې او ماشومان دي او په دوې کښې کابو پینځویشت فیصده له پینځو کلونو کم عمره ماشومان دي او شپیته فیصده یې ماشومان او زلمي دي چې له اولس کلونو  کم عمرونه لري او  په دوې کښې اته څلویښت فیصده هم ښځې شاملې دي.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي اکثره مهاجرین او پناه غواړي چې له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي د ننګرهار ولایت وسیدونکي دي.

د نوامبر د میاشتې تر یولسمې نیټې پورې په ټول کښې درې لکه اوویشت زره او څلور سوه کډوال د تورخم او اسپین بولدک سرحدي لارو څخه له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.