کډوال او د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې تاوتریخوالی
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلو او افغان ښاریزو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي، پاکستاني اعتراض کوونکو اسلام آباد ته د هغې د پایلو خبرداری ورکړی.
په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ تګ راتګ د ويزې په ترلاسه کولو پورې تړلى او پاکستان ته د افغانانو د غیرقانوني ننوتلو د مخنيوي پرېکړې عملي کول، د نړيوالو قوانينو پر بنسټ يو اقدام ګڼي. له همدې امله د پاکستان او افغانستان تر منځ پر پوله د ویزې د تایید سیسټم رامنځته شوی او یوازې هغه مسافرین کولای شي چې افغان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري، د افغانستان او پاکستان تر منځ له پولې تېر شي.
د پاکستان موقت حکومت شاوخوا درې میاشتې وړاندې د غیرقانوني افغان کډوالو پر وړاندې سخت چلند پیل کړ او په وروستي پړاو کې دوی ته له پاکستان څخه د وتلو یوه میاشت وخت ورکړ، چې د افغانستان دننه او په نړیوالو ټولنوکې سخت غبرګونونه راوپارول. که څه هم په یوه نمایشي اقدام کې د پیپلزپارټۍ ځینو چارواکو له یوې میاشتې خبرداري وروسته، د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه، خو په دې کې شک نشته چې د غیرقانوني کډوالو ایستل د پاکستان یوه حاکمیتي پرېکړه وه. که څه هم داسې ښکاري چې د هغې اغېزې او پایلې لکه له پاسپورت سره د افغانستان او پاکستان په پوله سفر کول، د دې هېواد پر سرحدي اوسېدونکو هم اغېزه کړې.
د سیاسي چارو کارپوه احمد منصور خان په دې اړه وايي:
«د هر هېواد په ګډو پولو کې د تګ راتګ مدیریت د حکومتونو مسئولیت دی او د پاکستان حکومت هم هڅه کوي چې د خپلو او افغان ښاریزو تګ راتګ مدیریت او تنظیم کړي او دا د نړیوالو قوانينو خلاف نه ده، خو داسې ښکاري چې طالبان د افغانستان کنټرول په لاس کې لري، د پولو او سيمو د وضعيت د کنټرولولو لېوالتيا نه لري.
د سپین بولدک – چمن لار د افغانستان او پاکستان د مالونو د ټرانزیټ او د ښاریانو د تګ راتګ له مهمو لارو څخه ده، چې وخت په وخت د اسلام آباد د پرېکړې له مخې، د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل کېږي. داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت تګ راتګ تنظیموي. په دې وروستیو کې د پاکستان دولتي چارواکو اعلان وکړ چې د یوشمېر غیرقانوني کډوالو په وتلو سره به د امنیت په برخه کې د دغه هېواد ستونزې تر یوه حده کمې شي، خو د پاکستان د علماوو د شورا مشر په سختو ټکو کې افغان کډوال د پاکستان په وروستیو ترهګریزو کړنو کې په لاس لرلو تورن کړل.
د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال او د پاکستان د علماوو شورا مشر حافظ محمود طاهر اشرفي په وینا، په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د پام وړ شمېر افغان ښاریز لاس لري. دا څرګندونې په لوړه کچه له پاکستان د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو توجیه کیدلی شي. البته تر دې وړاندې هم د پاکستان سیاسي او امنیتي چارواکو د غیر قانوني کډوالو پر ضد داسې تورونه لګولي وو.
د نړیوالو چارو کارپوه اسد... بشیر وايي:
له کلونو راهیسې د پاکستان او افغانستان د پولې دواړو غاړو ته خلک د آدابو او قومي دستورو پر بنسټ په آزاده توګه تګ راتګ کوي او حتی ډېرافغانان د پاکستان نورو ښارونو ته هم ننوتلي دي، چې د چارواکو په وینا، له همدې امله د اسلام آباد هڅې له افغانستان سره پر ګډې پولې د تګ راتګ د مدیریت لپاره د هغو خلکو لپاره چې په آزاده توګه تګ راتګ کوي، سختې دي.
په هر حال د پاکستان د علماوو شورا مشر حافظ محمود طاهر اشرفي له پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو د ملاتړ په ترڅ کې، د دغو کډوالو ایستل د پاکستان د امنیت د تامین لپاره یو اقدام ګڼي. د حافظ محمود طاهر اشرفي په وینا، په ورته وخت کې اسلام آباد په افغانستان کې د طالبانو له موقت حکومت سره په تماس کې دی او اوس د دغې ډلې یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي. داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د افغانستان د واکمن په توګه له طالبانو تمه لري چې د سیمه ایز امنیت د تامین لپاره د خپلو ښاریزو د خوځښت په اداره کولو کې خپل مسئولیت ومني او عملي کړي.