افغانستان د سلګونو درملو په تولید کې پخپلو پښو دریدلی
د افغانستان د خوړو اودرملیزو چارو ملی ادارې په دغه هیواد کې د درملو دتولید یو سل څلورو یونټونو د فعالیت خبر ورکړ.
د افغانستان د درملو او خوړو دملی ادارې ویندوي جاوید هژیرآوا خبری آژانس سره په خبرو کې د هیواد د جوړو شوو درملو د تولید او کیفیّت دزیاتیدا لپاره ددغې ا دارې د هڅو په تشریح کولو سره ووئيل،د افغانستان په مختلفو سیمو کې د درملو دتولید په کارخانو او یونټونو کې د کارکونکو په هڅې سره د هیواد په داخل کې په سلګونو ډوله درمل تولیديږي.
د افغانستان د خوړو او درملیزو چارو د ملي ادارې ویندوي په هیواد کې د درملو د تولید د یونټونو شمیر په سلو کې د سل زیاتیدا ته په اشارې سره ووئیل، چې په هیواد کې د ددرملو د تولید په یو سل څلورو کارخانو یا یونټونو کې ۶۶۰ ډوله درمل او روغتیائي محصولات تولید او د هیواد په بازارونو کې وړاندې کیږي.د جاوید په وینا، له داخلی کارخانو څخه د درملو او روغتیائي محصولاتو کابو ۲۵فیصدي اړتیا تامین شوي او نوره ۷۵فیصدی برخه د وارداتو له لارې تامینیږي.