افغان پانګوال دې له پاکستانه خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142040-افغان_پانګوال_دې_له_پاکستانه_خپلې_پانګې_هېواد_ته_ولېږدوي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له پاکستان مېشتو افغان پانګوالو غوښتي چې خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي.
(last modified 2023-11-24T03:49:17+00:00 )
Nov 24, 2023 08:16 Asia/Kabul
  • افغان پانګوال دې له پاکستانه خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له پاکستان مېشتو افغان پانګوالو غوښتي چې خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي.

د تاند ویب پاڼې د خبر له مخې، د هغه په وینا، په یاد شوي هېواد کې د افغان پانګوالو لسګونه میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.

ستانکزي په دې اړه څه ونه ویل چې د دوی حکومت په دې برخه کې افغان پانګوالو سره څه مرسته کوي؟

نږدې دوې میاشتې کېږي چې پاکستان د سلګونه زره افغان کډوالو د په زوره اېستلو بهیر پیل کړی او هره ورځ زرګونه افغانان له ناوړه چلند سره باسي.

افغان کډوال شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونه تر پنځوس زرو کلدارو زیاتې نغدې پیسې ورسره وړلو ته نه پرېږدي او شتمنۍ، پیسې یې ترې ظبط کړي دي.

افغان کډوالو له طالب چارواکو څخه غوښتي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي، څو خپلې شتمنۍ او پانګې خپل هېواد ته ولېږدوي.

طالب چارواکو د پاکستان دغه ناوړه چلند غندلی او پکې د بدلون غوښتنه یې کړې وه، خو تراوسه یې په دې برخه کې د کوم عملي اقدام خبر نه دی ورکړل شوی.