د هرات ولایت خلکو له غزې تړانګې سره پیوستون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142192-د_هرات_ولایت_خلکو_له_غزې_تړانګې_سره_پیوستون_وښود
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په هرات ولایت کښې ښځو پرون په یوې غونډې کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې له فلسطیني ماشومانو او میرمنو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
(last modified 2023-11-26T20:24:24+00:00 )
Nov 27, 2023 00:51 Asia/Kabul
  • د هرات ولایت خلکو له غزې تړانګې سره پیوستون وښود

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په هرات ولایت کښې ښځو پرون په یوې غونډې کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې له فلسطیني ماشومانو او میرمنو سره خپل پیوستون اعلان کړ.

په هغه غونډې کښې چې د افغانستان د هرات ولایت د مدني ټولنې د ارګانونو د غړیو ، د رسنیو او د ښځینه حقوقي او د کلتوري فعالانو په ګډون سره ترسره شوه ګډون کونکو د فلسطین په نیواکي ټاټوبو په تیره بیا په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې په کلکه وغندلې او د فلسطین له مظلوم ملت سره یې پیوستون اعلان کړ.

د غونډې ویناوالو په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د ښځو پرضد تاوتریخوالی په کلکه وغاند او له نړیوالو ټولنو یې وغوښتل چې دغه تاوتریخوالي پاې ته ورسوي.