په تاجیکستان کې د هرات د امنیتي خبرو له ۱۱ پړاو تمې
د هرات د امنیتي غونډې مخینه ۲۰۱۲ کال پورې اړه لري. په تېره یوه لسیزه کې دا غونډه هر کال په هرات کې جوړه شوې وه. خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو د ورتګ او په هرات کې د دې غونډې او دې ته ورته غونډو د ترسره کولو د شرايطو له نشتوالي وروسته د هرات لسمه امنيتي غونډه هم په دوشنبې کې جوړه شوه.
د افغانستان د سیاسي ډلو د استازو په شتون کې د هرات د امنیتي مذاکراتو ۱۱م پړاو پیل شوی دی .
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر داوود مرادیان په دوشنبې کې په یوه خبري غونډه کې وویل د طالبانو استازو ته هم په دغو خبرو اترو کې د ګډون بلنه استول شوې ده، خو په دې غونډه کې د هغوی شتون معلوم نه دی. دغه افغان ډیپلوماټ همداراز زیاته کړه: د دوشنبې په غونډه کې د افغانستان د مهمو مسایلو په شمول د ډیموکراسۍ د پراختیا لپاره د ملي ډیالوګ، د جنسیتي برابرۍ، د دغه هیواد له خلکو سره د بشردوستانه مرستو، متمدن او ولسی اسلام ته د ورستنیدو ، له ګاونډیانو سره د پیوستون په هکله به خبرې وشي
د هرات د امنیتي غونډې مخینه ۲۰۱۲ کال پورې اړه لري. په تېره یوه لسیزه کې دا غونډه هر کال په هرات کې جوړه شوې وه. خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو د ورتګ او په هرات کې د دې غونډې او دې ته ورته غونډو د ترسره کولو د شرايطو له نشتوالي وروسته د هرات لسمه امنيتي غونډه هم په دوشنبې کې جوړه شوه.
د تاجکستان حکومت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او تل یې په دغه هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. دې حقيقت ته په پام سره په دغه هېواد کې د هرات د امنيتي غونډې دوه دورې ترسره کېدل د پام وړ دي. له دې سره سره په تاجکستان کې د هرات امنیتي غونډې او د افغانستان په اړه د سیمه ییزو او نړیوالو غونډو تر منځ توپیر دا دی چې د هرات د امنیتي غونډې ماهیت او جوړښت د سیمې د هېوادونو او پخپله افغانستان له سیاسي او علمي شخصیتونو او د کارپوهانو له نظره جوړ شوی دی. پخوا به د هرات په امنیتي غونډو کې زیاتره د کابل په حکومت پورې تړلو سیاستوالو او خپلواکو سیاستوالو برخه اخیسته.
سره له دې چې د افغانستان او سیمې ځینې سیاسي کړۍ په دې باور دي چې په تاجکستان کې د هرات په امنیتي غونډه کې ګډون کوونکي تر ډېره د افغانستان د پخواني حکومت کسان دي، خو هغه څه چې د دا ډول غونډو د ترسره کېدو په برخه کې مهم بلل کېږي، دا حقیقت دی چې د افغانستان د مسئلې کارپوهان او مشران کولای شي د افغانستان د مظلومو خلکو د ستونزو د حل لپاره په اجتماعي عقل او فکري اجماع سره د حل لاره ومومي. د افغانستان د سیاسي مسایلو کارپوه شریفی پور په دې باور دی:
په افغانستان کې د بدلونونو تاریخي تجربې ښیي چې دا هیواد نه یوازې په انحصار پالنې سره اداره کیدلی نشي، بلکې د خپلو ستونزو د حل لپاره د افغانستان د ټولو سیاسي، قومي او مذهبي جریانونو د ګډ فکر او یووالي ته هم اړتیا ده، او هره هغه غونډه چې پدې هکله د مفاهمت په رامینځته کولو کې مرسته وکړي مهمه ګڼل کیږي.
په هر حال هره هغه غونډه چې د افغانستان مسئلې ته د سیمه ییزو او نړیوالو کړکیچونو پام راواړوي او وښيي چې دغه هېواد هېر شوی ندی ، مهم او پام وړ دی او په دې کې شک نشته چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې نه یوازې د دې سیمې او هیوادخلکو ته زیان رسوي بلکې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د دغو ستونزو په لېږدولو سره به د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم له سختو او نه منلو وړ ننګونو سره مخ شي.
دا څرګنده ده چې د کډوالۍ زیاتوالی او د نشه یي توکو، خلکو او وسلو قاچاق په افغانستان کې د روان کړکېچ له جدي ننګونو دي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د پولو پر امنیت او ټولنیز امنیت منفي اغېز کوي. د ایران او تاجکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم له افغانستان د ترهګرو د لیږد په اړه اندیښمن دي، ځکه یو له هغو مهمو اهدافو چې امریکا او متحدینو یې له افغانستان له وتلو وروسته تصور کیدلای شي، افغانستان ته د داعش د پاتې ترهګرو د انتقال او د چین پولو ته د لېږلو او د منځنۍ اسیا او د افغانستان د ګاونډیانو د ناامنه کولو په هدف د هغی بیا تنظیمول دی.
په دې حالت کې داسې ښکاري چې طالب چارواکو د ترهه ګرو – تکفیري خوځښتونو سره د مقابلی په ځای نسبي چوپتیا غوره کړې ده. داسې ښکاري چې د طالبانو مشران د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د پولو د ناامنه کولو په برخه کې له امریکا او متحدینو سره یو ځای شوي دي. دا په داسی حال کې ده چی طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د تروریستي خوځښتونو د فعالیتونو مخه ونیسي او اجازه به ورنه کړي چې د دغه هېواد له خاورې د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ شي.
په تاجکستان کې د هرات د امنیتي غونډې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د دې ته ورته نورو غونډو ترسره کول که د افغانستان د کورنیو او سیمه ییزو ستونزو د پای ته رسولو لپاره د حل لارې چارې ولټوي، مهمی ګڼل کېدای شي. په حقیقت کې دا مهمه ده چې د نړۍ په هره برخه کې د افغان ولس د ستونزو د حل او د دولت د ستونزو په اړه امنیتي غونډې جوړې شي. په دې شرط چې د دې هېواد د مظلومو خلکو ستونزې کمې شي.