له قطر څخه افغانستان لوېديځ ته د بشري مرستو لېږل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142420-له_قطر_څخه_افغانستان_لوېديځ_ته_د_بشري_مرستو_لېږل
د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات ولایت د زلزله ځپلو لپاره د قطر دولت له خوا د بشري مرستو لومړۍ جوپه پرون پنجشنبه دغه ولایت ته ورسېده.
(last modified 2023-11-30T20:32:47+00:00 )
Dec 01, 2023 01:01 Asia/Kabul
  • له قطر څخه افغانستان لوېديځ ته د بشري مرستو لېږل

د افغانستان په لوېدیځ کې د هرات ولایت د زلزله ځپلو لپاره د قطر دولت له خوا د بشري مرستو لومړۍ جوپه پرون پنجشنبه دغه ولایت ته ورسېده.

لومړنۍ ارزونې ښيي چې په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله څه باندې ۴۸ زره کورنۍ زیانمنې شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې کابو لس زره کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۰۴۳۰ کورونه سخت زیانمن شوي دي.

د شمېرو له مخې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله څه باندې دوه زره کسان وژل شوي دي.

د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د هرات سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې په ورځ دغه ولایت ته له قطر څخه د بشري مرستو د لېږد خبر تائید کړ او ویې ویل، چې په دې مرستو کې دوه زره بستې خوراکي توکې، زر کڅوړې طبي کیټونه او سلګونه بستې ژمني لباس شامل دی.

قطري چارواکو د دې مرستې د سپارلو پر مهال وویل، په راتلونکو ورځو کې د خوراکي او درملو په ګډون د مرستو د را لیږد دوه نورې الوتکې به هم هرات ته را ورسېږي.