طالبانو له فلسطین څخه د ملاتړ په ضرورت ټینګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142594-طالبانو_له_فلسطین_څخه_د_ملاتړ_په_ضرورت_ټینګار_کړی
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کابینې مشر د اسلامي امت تر مینځ یووالې د فلسطین د کړاونو د ختمېدو یوازنۍ لاره بللې ده.
(last modified 2023-12-03T23:28:00+00:00 )
Dec 04, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • طالبانو له فلسطین څخه د ملاتړ په ضرورت ټینګار کړی

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کابینې مشر د اسلامي امت تر مینځ یووالې د فلسطین د کړاونو د ختمېدو یوازنۍ لاره بللې ده.

د تسنیم له راپور سره سم، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کابینې مشر ملامحمد حسن آخند د دې هیواد د اسلامي هیوادونو د عالمانو له پلاوي سره په کتنه کې وویل: د فلسطین مظلوم ولس د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو په څېر له زیاتو کړاونو سره مخامخ شوی دی او د دې حالاتو څخه د وتلو لپاره د اسلامي امت تر مینځ یووالې ته سخته اړتیا ده.

ملا محمد حسن آخند ټینګار وکړ چي یوازې دیني عالمان د اسلامي امت تر مینځ د یووالې د راوستلو درون مسئولیت بشپړه کولایشي.

د اسلامي هیوادونو او د څلورو مذاهبو او ۶۴ اتحادیو نه جوړ یو مذهبي پلاوی کابل ته په سفر تللی دي او تر اوسه یې د طالبانو د خارجه وزیر، کورنیو چارو وزیر او رئیس الوزرا سره کتلي دي.