کابل کښې د غزې له فلسطینیانو ملاتړ وشه
د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د غزې تړانګې له فلسطینیانو په ملاتړ کښې مختلف پروګرامونه ترسره شول.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې روانه اونۍ د اسلامي نړۍ ډیرو عالمانو کابل ته سفر کړی او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې ملاقاتونه کړي دي.
په دغو ملاقاتونو کښې د تاکید وړ ترټولو مهمه موضوع په غزې تړانګې کښې له فلسطینیانو ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د حملو بندیدل وو.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد په دې هکله وویل: شک نشته چې فلسطینیانو به له صهیونیسټي رژيم سره د جګړې ګټونکي وي.
ورته مهال د کابل په یو پوهنتون کښې «د فلسطین سهار نزدې دی» ترعنوان لاندې یوه علمي غونډه هم وشوه.
په دغه کانفرنس کښې چې مقالې په کښې وړاندې شوې، ګډوال باوري وو چې یوه ورځ به په بیت المقدس باندې د اسلام بیرغ ولګي.
په دغې غونډې کښې د طبي زده کړو یوشمیر محصلینو د غزې په روغتونونو باندې د صهیونیسټي رزیم په بریدونو باندې اعتراض کښې، په خپلو سپينو کالیو کښې ګډون کړی و.