طالبانو د امریکا په بندیزونو باندې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142898-طالبانو_د_امریکا_په_بندیزونو_باندې_نیوکه_وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ډلې په مشرانو باندې د بایکاټ د لګولو په خاطر په امریکا نیوکه وکړه.
(last modified 2023-12-09T04:53:43+00:00 )
Dec 09, 2023 09:08 Asia/Kabul
  • طالبانو د امریکا په بندیزونو باندې نیوکه وکړه

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ډلې په مشرانو باندې د بایکاټ د لګولو په خاطر په امریکا نیوکه وکړه.

د امریکا خزانې وزارت وویل د افغانستان د طالبانو د حکومت د علومو د اکډمۍ مشر« فرید الدین محمود» او د امر بالمعروف او د نهي از منکر وزیر «محمد خالد حنفي» یې د هغه څه په دلیل چې د بشري حقوقو خلاف ورزۍ یې بللي ده بایکاټ کړي دي.

د امریکا خزانې وزارت ادعا کړي ده فرید الدین محمود له شپږم ټولګي څخه په بره ټولګیو کښې د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز د لګولو اصلي ملاتړی دی او د خالد حنفي په هکله یې هم ادعا کړي ده هغه د طالبانو د امر به معروف و نهي از منکر د وزیر په توګه د بشري حقوقو جدي خلاف ورزۍ کړي ده.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د بشري حقوقو په تور د طالبانو د چارواکو پرضد د نویو بندیزونو لګولو ته په غبرګون کښې وویل امریکا له صهیونیسټ رژيم څخه د ملاتړ په دلیل د بشري حقوقو تر ټولو ستره خلاف ورزۍ کونکي ده.

هغه دغو بایکاټونو ته په غبرګون کښې ټينګار وکړ د بایکاټ او د دباو راوړل هیڅ مشکل نه حل کوي او امریکا د دا ډول ناکامه اقداماتو مخینه لري او باید خپل ناکامه بایکاټونه تکرار نکړي.