ملګروملتونو د افغانستان د کډوالو په ایستلو اندیښنه وښودله
Dec 09, 2023 10:03 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو لوړې کمشنرۍ په یوه راپور کښې په پاکستان کښې د افغانستان د کډوالو د نیولو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه.
دغه کمشنرۍ وویل د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د افغانستان د کډوالو نیول زیات شوي دي.
دغه راپور زیاتوي چې په تیره یوه میاشت کښې په پاکستان کښې د افغانستان کابو اتویشت زره کډوال نیول شوي دي چې دغه شمیر د تیر کال په پرتله د کډوالو د نیول کیدا د اته برابره زیاتیدا ښودنه کوي.
ټیګونه