طالبان: پاکستان د کډوالو په اړه هوکړې ته ژمن نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143030-طالبان_پاکستان_د_کډوالو_په_اړه_هوکړې_ته_ژمن_نه_دی
له نړیوالو او د بشري حقوقو د بنسټونو له غبرګونونو سره سره، د پاکستان حکومت غیرقانونی افغان کډوالو ویستلواونیولو ته دوام ورکړی دی او وایی چی د پاکستان دا اقدام د نړیوالو قوانین په مطابق ترسره کیږی .
(last modified 2023-12-11T21:52:13+00:00 )
Dec 12, 2023 02:20 Asia/Kabul
  • طالبان: پاکستان د کډوالو په اړه هوکړې ته ژمن نه دی

له نړیوالو او د بشري حقوقو د بنسټونو له غبرګونونو سره سره، د پاکستان حکومت غیرقانونی افغان کډوالو ویستلواونیولو ته دوام ورکړی دی او وایی چی د پاکستان دا اقدام د نړیوالو قوانین په مطابق ترسره کیږی .

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو مرستیال د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو په اړه له پخوانیو تړونونو په سرغړونې تورن کړ.

د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو مرستیال عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له استازی لیونارد زولو سره په کتنه کښې وویل، پاکستان د افغان مهاجرینو په اړه له خپلو پخوانیو موافقو په پراخه  توګه سرغړونه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې پاکستان باید د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت معين   هم په دې کتنه کې له پاکستان د افغان مهاجرينو ايستل د نړيوالو قوانينو او ژمنو او د ښه ګاونډيتوب خلاف کار وباله.