طالبان: پاکستان د کډوالو په اړه هوکړې ته ژمن نه دی
له نړیوالو او د بشري حقوقو د بنسټونو له غبرګونونو سره سره، د پاکستان حکومت غیرقانونی افغان کډوالو ویستلواونیولو ته دوام ورکړی دی او وایی چی د پاکستان دا اقدام د نړیوالو قوانین په مطابق ترسره کیږی .
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو مرستیال د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو په اړه له پخوانیو تړونونو په سرغړونې تورن کړ.
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو مرستیال عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له استازی لیونارد زولو سره په کتنه کښې وویل، پاکستان د افغان مهاجرینو په اړه له خپلو پخوانیو موافقو په پراخه توګه سرغړونه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې پاکستان باید د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت معين هم په دې کتنه کې له پاکستان د افغان مهاجرينو ايستل د نړيوالو قوانينو او ژمنو او د ښه ګاونډيتوب خلاف کار وباله.