نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره لاښه تعامل ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143086-نړیواله_ټولنه_دې_له_افغانستان_سره_لاښه_تعامل_ولري
په افغانستان کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب دملګروملتو ځانګړي رپورټر په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفترر له مشر په کتنکې د افغان انجونو او میرمنو د حقوقو او زده کړې د وضعیّت په باب خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-12-12T22:31:50+00:00 )
Dec 13, 2023 02:59 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره لاښه تعامل  ولري

په افغانستان کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب دملګروملتو ځانګړي رپورټر په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفترر له مشر په کتنکې د افغان انجونو او میرمنو د حقوقو او زده کړې د وضعیّت په باب خبرې اترې وکړې.

شفقنا خبري آژانس راپور ورکړ،  د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی رپورټر ریچرډ بنټ  بیګا په ټولنیز چینل کې  لیکلي دي ، په دوحې کې ئې  له سهیل شاهین سره  د انجونو د زده کړې دحق او دمیرمنو د حقوقو پشمول په مختلفو  مسئلو  خبرې اترې کړي دي.

 په دغه پیغام کې راغلي دي  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر له مشر سهیل شاهین سره په کتنې کې  له هغه غوښتل شوي دي ، د بشری حقوقو مدافعان دې له بنده خوشي کړي او عمومی بخښنې ته دې داحترام په سترګه وګوري.

سهیل شاهین هم په ایکس پاڼې کې پخپل  یوه پیغام کې  دانجونو او میرمنو  موضوع  ته  ته له اشارې پرته  له ریچرډ بنټ سره لیده کاته تائيد کړي  او وئيلي ئې دي ،له ریچرډ بنټ سره ئې  د افغانستان د حالاتو، د روږدو کسانو د د رملنې ، د  کوکنارو د کر په ځاي د بل فصل د کښت  او د انسان دوستۍ د مرستو  په څير  موضوعګانې سپړلي دي.

د افغانستان لپاره دملګروملتو د دفتر  مرستیالۍ پلاوي  یوناما هم  په افغانستان کې د  میرمنو او انجونو په ضد د طالبانو د منظم توپیر په اعاملیدا باندې په سختې اندیښنې ښودلو سره   په دغه هیواد کې  د بشری حقوقو وضعیهټ هماغه شان باقي پاتې  بوږنونکی بللی او پر طالب چارواکو ئې یو ځل بیا غږ کړی چې  د افغانسان لپاره دې  د سولې اوثبات  او آرامښت لرونکي  راتلونکي د رامینځةکولو لپاره  دې د بشري حقوقو  له ژمنتیاؤ ملاتړ  وړي او خپلې ژمنې دې  عملي کړي.