افغان طالبانو د پاکستان تور رد کړ
د طالبانو ویاند وویل چې په پاکستان کښې وروستۍ حمله له افغانستان سره هیڅ ارتباط نه لري.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په پاکستان کې د وړمې ورځې د حملې په اړه وضاحت ورکړ.
مجاهد ټینګار کړی چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید په پاکستان کې دننه اقدام وشي.
یاده دې وي چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د خیبرپښتونخوا صوبې په «ډیره اسماعیل خان» کې د «درابن» په ښارګوټي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې باندې په برید کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.
پرون د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد آصف د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د شوي برید په غبرګون کې ویلي، چې دا برید ښيي، چې د ترهګرۍ اصلي ځای یوازې په افغانستان کې دی، آصف زیاته کړې چې «یو ګاونډي ورور" باید اجازه ورنه کړي چې خپل هېواد د پاکستان پر ضد وکاروي.
له دې پېښې وروسته د "پاکستان جهاد غورځنګ" ډلې، چې په دې وروستیو کې یې خپل وجود اعلان کړ او ځان د پاکستاني طالبانو یوه څانګه بولي، د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.
له دغه برید وروسته پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړ او د دغه برید او د افغان حکومت پر بې کفیتۍ یې خپل اعتراض څرګند کړ.