افغان طالبانو د پاکستان تور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143136-افغان_طالبانو_د_پاکستان_تور_رد_کړ
د طالبانو ویاند وویل چې په پاکستان کښې وروستۍ حمله له افغانستان سره هیڅ ارتباط نه لري.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 14, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • افغان طالبانو د پاکستان تور رد کړ

د طالبانو ویاند وویل چې په پاکستان کښې وروستۍ حمله له افغانستان سره هیڅ ارتباط نه لري.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په پاکستان کې د وړمې ورځې د حملې په اړه وضاحت ورکړ.

مجاهد ټینګار کړی چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید په پاکستان کې دننه اقدام وشي.

یاده دې وي چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د خیبرپښتونخوا صوبې په «ډیره اسماعیل خان» کې د «درابن» په ښارګوټي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې باندې په برید کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.

پرون  د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد آصف د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د شوي برید په غبرګون کې ویلي، چې دا برید ښيي، چې د ترهګرۍ اصلي ځای یوازې په افغانستان کې دی، آصف زیاته کړې چې «یو ګاونډي ورور" باید اجازه ورنه کړي چې خپل هېواد د پاکستان پر ضد وکاروي.

له دې پېښې وروسته د "پاکستان جهاد غورځنګ" ډلې، چې په دې وروستیو کې یې خپل وجود اعلان کړ او ځان د پاکستاني طالبانو یوه څانګه بولي، د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

له دغه برید وروسته پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړ او د دغه برید او د افغان حکومت پر بې کفیتۍ یې خپل اعتراض څرګند کړ.