خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143214-خبریال_عبدالرحیم_محمدي_د_طالبانو_له_بنده_خوشې_شو
افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، پرون ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
(last modified 2023-12-15T05:34:04+00:00 )
Dec 15, 2023 10:01 Asia/Kabul
  • خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو

افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، پرون ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د نوموړي کورنۍ افغانستان ویلي، چې هغه پرون ماخوستن اته بجې د طالبانو په بند کې له ۱۱ ورځو تېرولو وروسته، خوشې او کندهار کې خپل کور ته ستون شوی دی.

د محمدي د کورنۍ په خبره د هغه روغتیايي حالت ښه دی او په خوشې کېدو یې د کورنۍ ټول غړي خوشحاله دي.

په کندهار کې ځینو سرچینو ویلي‌، چې نوموړی په دې خاطر نیول شوی وو، چې طالبانو غوښتل په دې پوه شي چې د طالبانو په وینا کومې مغرضې رسنۍ سره کار کوي که نه.

خو تر پوښتنو ګروېګنو وروسته طالبانو د هغه پر وړاندې کوم ثبوت نه و ترلاسه کړی؛ ځکه یې بېرته خوشې کړی دی.‌

محمدي له څه مودې د تمدن ټلویزیون سره کار کولو، چې د طالبانو استخباراتو د پوښتنو لپاره دغې ادارې ته وربللی وو؛ خو ۱۱ ورځې وروسته یې بیرته خوشې کړ.

د افغانستان په سویل کې مېشت خبریالان وايي، چې د طالبانو استخباراتو پر رسنیو بندیزونه ډېر کړي او حتی عادي معلوماتو ترلاسه کول هم شونې نه دي.