د کابل حکومت په رسمیت د پیژندل کیدو ادعا وکړه
-
فایل فوټو
د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر مدعي شو چې نړیوالې ټولنې د دوي حکومت په رسمیت پیژندلی دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر مدعي شو چې نړیوالې ټولنې د دوي حکومت په رسمیت پیژندلی دی.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متکي د کابینې له هغو یو شمېر وزیرانو سره په کتنه کښې چې هرات ولایت ته یې سفر کړی و، ادعا وکړه چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو هدف؛په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو پرانستل او سوداګريزو مسايلو او هېوادونو ته د چارواکو سفرونو اوس دغه موخې ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې بېلابېلو هېوادونو په خپلو هېوادونو کې د افغانستان د ځینو سیاسي نمایندګیو د فعالیتونو لامل د افغانستان له خلکو سره د مرستې په خاطر اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دغه حکومت استازي په نړیوالو بنسټونو او سازمانونو لکه ملګرو ملتونو کې حضور نه لري.