د افغانستان بېخ بناوو ته د جنګونو تاوان
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کابینې اقتصادي مرستیال په کابل کې د هوایي میدان د پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چي جنګونه او تاوتریخوالې د افغانستان بېخ بناوو ته زیان اړولی دی او باید د بیا رغونې بهیر ډېر ژر عملي شي.
د تسنیم له راپور سره سم، د طالبانو د حکومت د کابینې اقتصادي مرستیال ملاعبدالغنی برادر د دوشنبې په ورځ په کابل کې د هوایي میدان د پروژو د ګتې سپارنې په مراسمو کې وویل: په تېرو ۴۰ کلونو کې د جنګونو او شخړو په خاطر د افغانستان بېخ بناوي خراب شوي او د دې هیواد اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.
ملابرادر زیاته کړه چي طالبان له واکمنېدو وروسته، د نورو برخو تر څنګ بېخ بنایي چارو ته سخته پاملرنه کړې ده او روانې پروژې او هلې ځلې یې یوه بېلګه ده.
د طالبان د حکومت مرستیال په افغانستان او له دې هیواده بهر له پانګوالو او سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چي د خپل هیواد په بیارغونه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
ملابرادر جوته کړه: امنیت د یوه هیواد د پرمختګ یو تر ټولو مهم شرط دی، اوس هم په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی او په مختلفو ډګرونو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شریمحمد عباس ستانکزی هم له دې مخکې ویلي وه چي په افغانستان کې بحران د بهرنیانو له خوا رامینځ ته شوی دی په داسي حال کې چي افغانان هیڅ ډول ترهګریزو فعالیتونو کې برخه نه ده اخیستې.