د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتوروزارت مرستیال د رسندویو په ملاتړټینګاروکړ
هغه دې ته په اشارې سره چې حکومت بايد ورځپاڼې کمزورې نه کړي وويل: مونږ هڅه کوو چې د ورځپاڼو تخنيکي او مالي اړتياوې هوارې کړو.
د افغان غږخبری آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق ا... عزیزی په کابل کښې د رسنیو له فعالانو په تېره بیا د مطبوعاتو له فعالانو سره په کتنه کښې وویل: ورځپاڼې باید پیاوړې شی.
هغه دې ته په اشارې سره چې حکومت بايد ورځپاڼې کمزورې نه کړي وويل: مونږ هڅه کوو چې د ورځپاڼو تخنيکي او مالي اړتياوې هوارې کړو.
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال صبغت ا... واصل هم په دې غونډه کې وویل، چې په ټولو هېوادونو کې د بیان ازادۍ محدودیتونه شته او د بیان ازادي باید د خلکو ترمنځ د نفاق لامل نه شي.
په دغه غونډه کې د افغانستان د مطبوعاتو استازي هم په هېواد کې د رسنیو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې حکومت باید د رسنیو ملاتړ وکړي.
د مطبوعاتو استازي محمد ابراهیم نبیل وویل حکومت باید رسنیو ته جدي پاملرنه وکړي او خبریالان باید د هېواد ملي ګټو ته درناوی وکړي.