یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143572-یو_میلیون_افغان_ماشومان_له_سختې_خوارځواکۍ_سره_مخ_دي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، په ټول افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
(last modified 2023-12-22T08:30:44+00:00 )
Dec 22, 2023 08:11 Asia/Kabul
  • یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې، په ټول افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د یاد سازمان د مشر په وینا یاد سازمان په افغانستان کې د ماشومانو له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

ډاکټران هم مني چې په هېواد کې د خوارځواکۍ ګراف پورته تللی دی. د اندراګاندي روغتون ډاکټران وايي، د تېرو کلونو پر تله سږکال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی او اوس هره ورځ له شلو تر ۲۵ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان دغه روغتون ته وروړل کېږي.

له دې سره سم، د روغتیا نړیوال سازمان په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، دمګړۍ د افغانستان ۳۰ سلنه خلک د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ دي او دغه سازمان د یادو ماشومانو د درملنې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.