پاکستان د افغان سوداګرو درې نیم زره کانټیران خوشي کړ
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د بند پاتې کانټینرونو ډېره برخه افغانستان ته د رسېدو په حال کې ده.
د دې خونې مسوول خان جان الکوزی وايي، چې شاوخوا درې نیم زره کانټینرونه بار شوي او اکثر یې افغانستان ته د رسېدو په حال کې دي.
نوموړی وايي، یوازې د ۴۰۰ کانټینرونو چې ممنوعه مواد په کې دي او پاکستان په منفي لېست کې شامل کړي، برخلیک تراوسه نه دی معلوم.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، په کراچۍ بندر کې د پاتې کانټینرونو شمېر ۴۲۰ ته رسېږي چې د خوشې کېدو لپاره يې خبرې روانې دي.
اسلاماباد د اکټوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې په سوداګریز تړون کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو پر وارداتي توکو لس سلنه تعرفې سربېره یې د ۲۲۰ قلمه توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.