کابلیان د جنايي جرمونو د زیاتوالي له امله اندیښمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143622-کابلیان_د_جنايي_جرمونو_د_زیاتوالي_له_امله_اندیښمن_دي
طلوع‌نیوز د کابل ښاریانو له خولې لیکلي چې په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو او وسله‎والو غلاوو او د موټرسایکلونو په ګډون د موټرو د غلا کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.
(last modified 2023-12-23T04:59:59+00:00 )
Dec 23, 2023 09:28 Asia/Kabul
  • کابلیان د جنايي جرمونو د زیاتوالي له امله اندیښمن دي

طلوع‌نیوز د کابل ښاریانو له خولې لیکلي چې په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو او وسله‎والو غلاوو او د موټرسایکلونو په ګډون د موټرو د غلا کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.

 

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې مېشت افغانان وايي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ښار کې د جنايي جرمونو او وسله والو غلاوو کچه د پخوا په پرتله څو چنده لوړه شوې ده.

د طلوع نیوز د  ننی راپور له مخې د کابل ښاریان وايي، سره له دې چې د دوی د شتمنیو له غلا کېدو څو میاشتې تېرې شوې او څو ځلې یې امنیتي ادارو ته مراجعه کړې، خو لا هم د دوی د غلا شویو مالونو د برخلیک په اړه معلومات نه لري.

طلوع‌نیوز د کابل ښاریانو له خولې لیکلي چې په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو او د موټرسایکلونو په ګډون د موټرو د غلا کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت خبره کوي او وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. .