د طالبانو حکومت د امریکا څرګندونې دروغ بللي نور جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو سرپرست حکومت افغانستان کې د بېوزلي د زیاتوالي په اړه د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې څرګندونې رد کړې او وايي، چې دا څرګندونې حقیقت نه لري.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوراکي توکو دا کمښت ډېرې میندې اړ کړې، چې د خپلو ماشومانو د ارامولو لپاره نشهيي توکي وکاروي.
خو د سرپرست حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وايي د افغانانو وضعیت مخ په ښه کېدو دی او په ډې اړه د امريکايي چارواکو اندېښنه بېځايه ده.
ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې چې د دې کمیټې شمیرې ردوي او ناسمې یې بولي، زياتوي چې افغانستان کې ځينې اقتصادي ستونزې هم د بندیزونو او د افغانانو د شتمنیو د غصب له امله دي.
په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د لوږې دغه شمېرې د حقیقي څېړنو پر بنسټ نه ګڼي او وايي، چې نړۍ افغانانو سره په مرسته رسولو کې سیاست کوي.
د پوهنتون استاد سيد مسعود او د سياسي چارو کارپوه زلمی افغانيار په دې اړه داسې وايي:
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په دې څېړنه کې دا هم ويلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو بياځلي واک ترلاسه کولو اټکل له وړاندې موجود وو.