بینیټ:
پر افغان ښځو ته دې لګېدلي بندیزونه لېرې شي
Dec 26, 2023 13:56 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي «ریچارډ بینیټ» د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یو ځل بیاغوښتي چې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا راپور ورکوونکی همداراز په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا هم په یوه راپور کې ویلي چې د ښځو پر کار محدودیتونو د دغه سازمان د مرستو رسولو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.
دا په داسي حال کې دی چي طالب چارواکي وایي افغان ښځو ته به د کار کولو اجازه هغه مهال ورکول کیږي چې چاپیریال ورته مناسب وي.