په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان سوداګرو ۱۵۰ میلیارد ډالریزې پانګونې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143794-په_ګاونډیو_هیوادونو_کې_د_افغان_سوداګرو_۱۵۰_میلیارد_ډالریزې_پانګونې
د طالبانو د سرپرست حکومت د سوداګریو وزیر اعلان وکړ چي افغان پانګوالو په ترکیې، امارات او پآکستان کې له ۱۵۰ میلیارد ډالر نه زیاته پانګونه کړې ده.
(last modified 2023-12-26T09:28:49+00:00 )
Dec 26, 2023 13:57 Asia/Kabul
  • په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان سوداګرو ۱۵۰ میلیارد ډالریزې پانګونې

د طالبانو د سرپرست حکومت د سوداګریو وزیر اعلان وکړ چي افغان پانګوالو په ترکیې، امارات او پآکستان کې له ۱۵۰ میلیارد ډالر نه زیاته پانګونه کړې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د سوداګریو وزیر نورالدین عزیزی طلوع نیوز ته وویل چي د کابل حکومت د پانګوالو لپاره د اسانتیاو د رامینځ ته کولو هڅه کوي څو هغوی وکولایشي د میلیاردونو ډالر په ارزښت خپلې پانګونې افغانستان ته راوړي.

د هغه په وېنا افغان سوداګرو یوازې په ترکیې کې ۹۵ میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

نور الدین عزیزي وویل: په امارات کې هم افغانانو ۵۵ میلیارد ډالر او په پآکستان کې ۳ میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

له دې مخکې د طالبانو د سرپرست حکومت د معادنو او د تیلو وزارت اعلان کړې وه چي د دې ډلې له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د معادنو په برخه کې ۷ میلیارد ډالره پانګونه شوې ده.