په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان سوداګرو ۱۵۰ میلیارد ډالریزې پانګونې
د طالبانو د سرپرست حکومت د سوداګریو وزیر اعلان وکړ چي افغان پانګوالو په ترکیې، امارات او پآکستان کې له ۱۵۰ میلیارد ډالر نه زیاته پانګونه کړې ده.
د طالبانو د سرپرست حکومت د سوداګریو وزیر نورالدین عزیزی طلوع نیوز ته وویل چي د کابل حکومت د پانګوالو لپاره د اسانتیاو د رامینځ ته کولو هڅه کوي څو هغوی وکولایشي د میلیاردونو ډالر په ارزښت خپلې پانګونې افغانستان ته راوړي.
د هغه په وېنا افغان سوداګرو یوازې په ترکیې کې ۹۵ میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.
نور الدین عزیزي وویل: په امارات کې هم افغانانو ۵۵ میلیارد ډالر او په پآکستان کې ۳ میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.
له دې مخکې د طالبانو د سرپرست حکومت د معادنو او د تیلو وزارت اعلان کړې وه چي د دې ډلې له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د معادنو په برخه کې ۷ میلیارد ډالره پانګونه شوې ده.