ایران له  افغانستان سره اقتصادي ملګرتیاوې لاپراخوي‍
(last modified Wed, 27 Dec 2023 00:46:35 GMT )
Dec 27, 2023 05:16 Asia/Kabul
  • ایران له  افغانستان سره اقتصادي ملګرتیاوې لاپراخوي‍

د ایران د اسلامی جمهوریت د خراسان رصوی ولایت  د اقتصادي فعالانو  د افغانستان د خارجه وزارت  له سرپرست سره  په ګډې غونډې کې ددواړو هیوادونو  داقتصادی ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ. ذ

د  افغانستان  دخارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقی سره د ایران دخراسان رضوي  ولایت د یو شمیر اقتصادی فعالانو  مشرتکه  غونډه پرون ترسره شو.

زمونږخبریال راپور  راکړ، د خراسان رضوي والي  یعقوب علی نظري  په  دې غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې خراسان رضوی   همپوله  افغانستان  سره ددواړو لورو داقتصادی مراوداتو  لباره   ډیر ښه فرصت  برابروي ، ووئيل،له یوه بل سره د  تجارتي  اړیکو د پراختیا لباره  د ایران  او افغانستان  دخلکو دلچسپي ، د خراسان رضوي لپاره د غه فرصت برابروي.

د خراسان رضوي  والی ووئیل،   له افغانستان سره  له خپلو تاریخي ،کلتوري ادړیکو او  جغرافیائي  موقعیت او توانمنیو څخه  په استفادې سره  له افغانستان سره  داړیکو په پراختیا  مخکښ یوڅو  ددواړو هیوادونو  خلک ورڅّخه  ګټه پورته کړي.

د افغانستان   دخارجه وزارت سرپرست هم په پرونۍ  مشترکه غونډې کې ووئيل،  د طالبانو حکومت ، له ګاونډیو هیوادونو او د سیمې او نړۍ له نورو هیوادونو سره  د انډولیز اقتصادي سیاست  وړاندې کړی دی او باوری دی  چې  له نورو هیوادونو سره د اقتصادی اړیکو چورلیز  باید داسې تعریف شی چې ددواړو لورو لباره ګټه ولرل شي.

امیر خان متقي  د ټرانسپورټ او ټرانزیټ په حوزې کې  دافغانستان ظرفیّت ته په اشارې سره ووئيل  پروګرام لرو چې افغانستان  د مځکې له لارې چین  او مینځنۍ آسیا هیوادونو او دجنوب ختیځي آسیا  له  هیوادونو سره وګنډو  او  د ایران له نړۍ له نړۍ سره  وګنډول شو.

 

ټیګونه