افغانستان کښې له هرو دریو څخه یو کس په نس وږی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143860-افغانستان_کښې_له_هرو_دریو_څخه_یو_کس_په_نس_وږی_دی
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت خبر ورکړی او ویلي چې له هرو درېیو کسانو یو تن په وږي نس ویدیږي.
(last modified 2023-12-27T07:35:29+00:00 )
Dec 27, 2023 12:02 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې له هرو دریو څخه یو کس په نس وږی دی

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت خبر ورکړی او ویلي چې له هرو درېیو کسانو یو تن په وږي نس ویدیږي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې ډبليو‌ اف‌ پي په خپله ايکس‌پاڼې د يوې ويډيو په خپرولو سره لیکلي چې هڅه کوي په ټول افغانستان کې اړمنو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي، خو د واورې ورېدو له امله په لرې پرتو سیمو کې لارې بندې دي.

دغه سازمان همد اراز ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کمې کړي.

نړیوال سازمانونه بیا- بیا د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو د دغه وضعیت په اړه د طالب چارواکو څرګندونې ضدو نقیضې دي.

یو شمېر طالب چارواکي په دې اړه خپریدونکي ارقام بې ځایه تبلیغات بولي او ادعا لري چې د دوی له واکمنیدو سره وضعیت ښه شوی، خو یو شمېر یې بیا له نړیوالو د مرستو غوښتنه لری او وایي بېوزلۍ د افغانانو ژوند ځپلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې که د دوی پر رژیم د نړیوالو بندیزونه دوام ولري، په افغانستان کې به انساني غمیزې ته زمینه برابره کړي.