د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان ښه ګاونډی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143938-د_ایران_اسلامی_جمهوریت_د_افغانستان_ښه_ګاونډی_دی
، دافغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقي په کابل کې د ځينو رسندویو مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره په خبرو کې د کابل د اوسني حکومت د بهرنی سیاست او د افغانستان د حالاتو په باب توضیحات وړاندې کړل.
(last modified 2023-12-29T05:03:21+00:00 )
Dec 29, 2023 09:30 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامی  جمهوریت د افغانستان ښه ګاونډی دی

، دافغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقي په کابل کې د ځينو رسندویو مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره په خبرو کې د کابل د اوسني حکومت د بهرنی سیاست او د افغانستان د حالاتو په باب توضیحات وړاندې کړل.

د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي په کابل کې ځینو رسندوئي مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره به خبرو کې ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت د افلغانستان  ډير ښه ګاونډی  او دوست هیواد دی .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوی امیرخان متقي په کابل کې د ځينو رسندویو مسئولانو او ایرانیو خبریالانو سره په خبرو کې د کابل د اوسني حکومت د بهرنی سیاست او د افغانستان د حالاتو په باب توضیحات وړاندې کړل.

د افغانستان د خارجه وزارت مرستیال ویندوي ضیاءاحمد تکل په خپل ټولنیزسایټ ایکس کې د امیر خان متقي له قوله ولیکل،د طالبانو بهرنی سیاست دیني اوملی ګټو ته په پام سره  تعقیبیږي او دغه سیاست له هیچا اغیزمن نه دی

په دغې کتنې کې د طالبانو دحکومت خارجه وزیر د یوه مرکزی نظام رامینځةکول ،د امنیت تامینول او د نشه ایزو موادو د کښت او قاچاق له مینځه وړل  د کابل داوسني حکومت  یوه ترټولو ستره بریا اعلان کړې ده .

امیر خان متقي همداراز ټينګار وکړ، ایران د  افغانستان ډير ښه ګاونډی دی او  دوه اړخیزې اړخیزې  د پیاوړتیا  او پراختیا په لور په پیاوړي کیدا دي .