ملګروملتونو د افغانستان په هکله پریکړه لیک تصویب کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143968-ملګروملتونو_د_افغانستان_په_هکله_پریکړه_لیک_تصویب_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ؛ روسيې او چين رایه ونه کاروله.
(last modified 2023-12-29T22:36:37+00:00 )
Dec 30, 2023 03:03 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د افغانستان په هکله پریکړه لیک تصویب کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ؛ روسيې او چين رایه ونه کاروله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلسو دايمي او غیر دايمي غړو د رایو په اکثریت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د "تعامل" د څرنګوالي په اړه پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

دا پرېکړه‌لیک د ۱۳ مثبتو رایو په پایله کې تصویب شو خو روسیې او چين خپله رایه ونه کاروله.

ملګرو ملتونو پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، "د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې په ترڅ کې پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې دغه هیواد ته د ورپیښو ننګونو د حل لپاره د نړیوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې."

دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو عمومي منشي له لوري د ارزونکي « فریدون سینرلي اوغلو » له لوري د هغې مستقلې ارزونې وړاندیزونو په چوکاټ کې چمتو شوی، چې نوموړي له طالبانو او افغان سیاسیونو سره له څو میاشتو سلا مشورو وروسته د تېر اکتوبر پر اتمه امنیت شورا ته وړاندې کړي و.

د دې پرېکړه لیک له مخې تمه کېږي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي به له امنیت شورا سره په مشوره په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماسۍ لپاره یو ځانګړی استازی وګوماري.

دغه راز له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان ''بشپړ شمولیت '' لپاره یوه تګلاره'' او د وړاندیزونو څارنې لپاره د یوه میکانیزم رامنځته کولو یادونه شوې ده.

د تېرې نومبر میاشتې پر اتمه د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته د "طالبانو له حکومت سره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د "تعامل" په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک ارزونکي «فریدون سینرلي اوغلو» رپوټ وړاندې کړی و.

د ښاغلي سینرولي اوغلو په وړاندیزونو کې یوه داسې "لار نقشه" هم شامله ده چې په ترڅ کې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د سیاسي مشارکت په موخه په نړيواله ټولنه کې په "بشپړ ډول ور ادغام" شي. داسی  وړاندیز چې د طالبانو مخالفو سیاسي ډلو له سختو نیوکو سره مخ شو.

په دغه رپوټ کې همدا راز سپارښتنه شوې وه چې په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو یوه ډله او د ملګرو ملتونو یو ځانګړی استازی دې وټاکل شي چې په ګډه د بین الافغاني خبرو لپاره لار برابره کړي.

د دغه پرېکړه‌لیک مسوده د جاپان او متحده عربي اماراتو له لوري وړانديز شوې وه.

"د یوه همغږي تعامل نوې تګلاره"

د جاپان استازي د خپل هېواد او د متحده عربي اماراتو په استازیتوب وویل چې دغه پرېکړ‌ه‌لیک د افغانستان اړوند بېلابېلو مسئلو په اړه له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې د "یوه همغږي تعامل" لپاره "نوې تګلاره" ده.

د جاپان استازي وویل چې افغانستان له سترو ننګونو سره مخ دی او نړيواله ټولنه ورسره همکارۍ ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه چې، "موږ سږ کال د افغانستان په اړه متحد پاتې شوي یو او هیله لرو چې دا بهیر په راتلونکي کال کې هم دوام وکړي"

د امریکا استازې غونډې ته وویل، دې پرېکړه لیک طالبانو، د افغانستان خلکو او نړیوالو ته یو څرګند پیغام واستاوه او څرګنده یې کړه چې ملګري ملتونه د داسې یوه بهیر ملاتړ کوي، چې افغانستان د خپلو ژمنو له مخې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي.

خو هغې زیاته کړه، چې د تېر کال په موده کې طالبان له نړیوالې ټولنې سره ''د اړیکو عادي کولو'' په برخه کې ''نور هم لېرې'' شوي دي.

د امریکا استازې وویل، هېواد یې د دې پرېکړه لیک په چوکاټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي استازي ګومارلو ''کلک'' ملاتړ کوي، ځانګړی استازی به له افغانستان سره د نړیوال تعامل همغږۍ مسوولیت لري.

د چین او روسیې استازو بیا د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي له ګومارنې سره مخالفت کړی، او سپینې  رایې یې ورکړې او له رایې اچول کېدو وروسته خپل دلایل څرګند کړي.

د چین استازی وايي، په افغانستان کې شته اندېښنو او لیدلوري ته په درناوی باید ځانګړی استازی وګومارل شي، چې په وینا یې د افغانستان اوسنیو واکمنو او نړیوالې ټولنې تر منځ د ''ټکر'' مخنیوی وشي. د چین استازي وویل: ''څرګنده ده، چې اوسمهال په دې برخه کې د امنیت شورا غړو نظر وېشلی دی او له بل لوري طالبان هم له دې سره مخالف دي او له همدې کبله به یې اوس تحمیلول رغنده پایلې و نه لري.''

د چین استازي وویل، چین او روسیې په دې هکله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې او د ترتیبولو پر مهال یې د بیا غور کولو غوښتنه هم کړې، چې په وینا یې داسې و نه شول، چې په وینا یې د ''ژور تاسف'' لامل او له همدې کبله دې دواړو هېوادونو خپلې رایې و نه کارولې.

هغه زیاته کړه: ''تمه کوو چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي به له افغان چارواکو سره د رغنده تعامل له مخې د ځانګړي استازي په ګومارنه کې دقت وکړي او مناسبې حل لارې به ومومي. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تاریخ ثابته کړه، چې د دې هېواد لپاره له بهره تپل شوې حل لارې بالاخره له ناکامۍ سره مخامخېږي.''

د روسیې استازې هم چین ته ورته نظر څرګند کړ، خو د بشري حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې یې د پریکړه لیک هرکلی وکړ.