متقی: د تهران او کابل اړیکې په پراخیدو دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143990-متقی_د_تهران_او_کابل_اړیکې_په_پراخیدو_دي
د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو اعلان وکړ چې په مختلفو برخو کښې د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی
(last modified 2023-12-30T04:58:49+00:00 )
Dec 30, 2023 09:27 Asia/Kabul
  • متقی: د تهران او کابل اړیکې په پراخیدو دي

د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو اعلان وکړ چې په مختلفو برخو کښې د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی

 

د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایراني رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په کتنه کې وویل: د افغانستان او ایران دوه اړخیزې اړیکې د ټینګښت او پراختیا په لور روانې دي او د دواړو هېوادونو راتلونکی به  روښانه وي.

د طالبانو ډله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک ته ورسېده، د امریکايي پوځیانو د ۲۰ کلن انیواک  له امله له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده. ځکه چې په دې موده کې د افغانستان ډېری اقتصادي بنسټونه له منځه تللي، له همدې امله د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په پراخولو سره خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

  د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو اعلان وکړ چې په مختلفو برخو کښې د افغانستان له خلکو سره مرستې ته چمتو دی.

د ایرنا د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال«ضیاء احمد تکل» نن په «سایبر باندې د یوه پیغام په خپرولو سره د دغه حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان  متقی په کابل کې د ایراني رسنیو له پلاوي سره د ملاقات خبر ورکړ.

 د  ښاغلی تکل په وینا متقی  تهران او مشهد ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره وویل: ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی دی او د دواړو هیوادونو اړیکې د پیاوړتیا او پراختیا په لور روانی دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د رسنیو له مسوولینو او ایراني خبریالانو سره په کتنه کې دا هم وویل چې د طالبانو بهرنۍ تګلاره د هېڅ هېواد تر اغېز لاندې نه ده.

د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم د امنیت تامین، د ملي یووالي ټینګښت، د تعصبونو ، د کوکنارو کښت او د نشه یي توکو قاچاق له منځه وړل او همدارنګه په افغانستان کې د مرکزي نظام رامنځته کول د طالبانو د حکومت له سترو لاسته راوړنو وبلل.