په غور ولایت کې د غوزانو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144016-په_غور_ولایت_کې_د_غوزانو_حاصلات_۲۰_سلنه_ډېر_شوي_دي
د غور ولایت بزګران وايي چې سږ کال یې له خپلو بڼونو څخه د غوزرانو ډېر حاصل ترلاسه کړي، خو د آفتونو له امله یې محصولات ښه کیفیت نه‌لري. دوی وايي غور کې د کرنې ریاست او غیردولتي موسسو له مسئولانو غواړي چې د بڼونو ودې او  آفتونو کنټرول ترڅنګ دې، د دوی محصولاتو ته بازارموندنه هم وکړي.
(last modified 2023-12-30T21:54:04+00:00 )
Dec 31, 2023 02:20 Asia/Kabul
  • په غور ولایت کې د غوزانو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي دي

د غور ولایت بزګران وايي چې سږ کال یې له خپلو بڼونو څخه د غوزرانو ډېر حاصل ترلاسه کړي، خو د آفتونو له امله یې محصولات ښه کیفیت نه‌لري. دوی وايي غور کې د کرنې ریاست او غیردولتي موسسو له مسئولانو غواړي چې د بڼونو ودې او  آفتونو کنټرول ترڅنګ دې، د دوی محصولاتو ته بازارموندنه هم وکړي.

بل‌خوا د غور اوسېدونکي غوزران د بڼوالو لپاره ښه عاید بولي او له دولت څخه غواړي چې په کور دننه او بهر د چهارمغزو پلور او ودې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د غور د کرنې او مالدارۍ  مشر غلام‌محمد کاظم هم د نباتي ناروغیو او آفتونو د خپرېدو څخه اندېښنه ښيي، خو وايي چې د شته ستونزو سره سږ کال د غوزانو په حاصلاتو کې ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دوی په وینا، لا هم هڅه کوي چې له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د غوزانو نور باغونه جوړ کړي او د نباتاتو د ناروغیو او آفتونو  مخنیوي ترڅنګ به، د خرڅلاو لپاره هم زمینه برابره کړي.