کابل کښې هم د سردار سلیماني لمانځغونډه ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144238-کابل_کښې_هم_د_سردار_سلیماني_لمانځغونډه_ترسره_شوه
په کابل کښې د سردار شهید قاسم سلیماني او د قدس د آزادۍ د لارې د شهیدانو علمي او کلتوري غونډه ترسره شوه.
(last modified 2024-01-03T23:42:36+00:00 )
Jan 04, 2024 04:04 Asia/Kabul
  • کابل کښې هم د سردار سلیماني لمانځغونډه ترسره شوه

په کابل کښې د سردار شهید قاسم سلیماني او د قدس د آزادۍ د لارې د شهیدانو علمي او کلتوري غونډه ترسره شوه.

د سردار سلیماني د شهادت له څلورمې کلیزې سره هممهاله د اسلامي وحدت د پراختیا، د مقاومت د کلتور د خپرولو او د فلسطین د خلکو د مظلومیت د څرګندولو په موخه په کابل کښې یوه علمي او کلتوري غونډه ترسره شوه.

په دغې غونډې کښې چې د کابل په المصطفی نړیوال پوهنتون کښې ترسره شوه، کلتوري او ادبي شخصیتونو په اسلامي یووالي باندې په ټینګار سره، د مقاومت په برخې او په غزه کښې د اسرائیلو د جنایتونو په مخنیوي کښې د سردار شهید سلیماني د میړنتوبونو په هکله ویناوې وکړې.

په دغې لمانځغونډې کښې په افغانستان کښې د ایران مرستیال سفیر پ وویل: جنرال شهید سردار سلیماني په خپلې مبارزې او سرشیندنې سره په تیره بیا د داعش له تکفیري عناصرو سره د مبارزې په جبهه کښې د سیمې هیوادونو او انسانیت ته ډیر ستر خدمت وکړ او په اسلامي هیوادونو کښې د مقاومت په جبهو کښې، په اسلامي هیوادونو کښې په ځان باندې باور زیات کړ.

په کابل کې د المصطفی پوهنتون رئیس حجت الاسلام ثابت هم وویل چې حضرت فاطمه زهرا د مظلومیت نمونه وه او په عین حال کې یې مسلمانانو ته د صبر او مقاومت په څنګ کې د مبارزې او جهاد درس ورکړ، وویل: سردار شهید قاسم سلیماني د شیعه او سني په شمول د مسلمانانو د یووالي په پياوړتیا سره له نړیوال استکبار او صهیونزم سره مبارزه وکړه او په اسلامي ټاټوبو کښې یې اسلامي مقاومت ته روزنه ورکړه.