په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوکنارو کروندګر نیسي
په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د هغو کروندګرو نیول پیل کړي چي په خپلو ځمکو باندې کوکنار کرلې دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د سرپرست حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی زمونږ خبریال ته وویل چي وار له مخکې هم بزګرانو ته د کوکنار د کښت د نه کولو په هکله خبر ورکول شوی وو، اوس هغه کروندګر چي کوکنار کرلي د امنیتي ځواکونو له خوا به ونیول شي.
عبدالصیر زیاتوي چي د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې منسوبينو هغه لس تنه نيولي چې کوکنار يې کرلي وو.
د هغه په وېنا، لد پچيراګرام ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ هم شپږ تنه نيولي چې دوی هم هر یوه جلا جلا په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي وو او کوکنار يې ويجاړ شوي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې سږکال د مېزان په مياشت کې د متحدالمال په نوم یو فرمان خپور کړ چې یوولس موضوعات لري او لومړۍ موضوع يې د هغو خلکو لپاره د جزا بحث دی چې کوکنار کري.
د طالبانو د دغه حکم له مخې، هر څوک چې تر نیم جریب لږ ځمکه کې کوکنار یا بنګ وکري د شپږو مياشتو لپاره زنداني کېږي او هغه څوک چې په نیم جریب ځمکه کې کوکنار یا بنګ وکري سزا يې نهه مياشتې زنداني کېدل دي او هغه څوک چې په یوه جریب یا تر یوه جريب ډېره ځمکه کې کوکنار وکري د یوه کال بند سزا ورکول کېږي.
د طالبانو د حکومت د امنیت او تصفيې کميسيون تازه راپور خپور کړی چې پروسږکال د دوی امنيتي ځواکونو دیارلس زره او ۹۰۴ هکټاره ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي او اته زره او ۲۸۲ نفره يې د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو په تور نیولي دي.