د افغانستان چارواکو او شیعه علماو سره کتنه او خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144526-د_افغانستان_چارواکو_او_شیعه_علماو_سره_کتنه_او_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هیواد د اهل تشیع له لسګونوعلماؤ، مخورو او متنفذینو سره په کتنه کې د ټولو قومونو ترمنځ په یووالي ټينګار وکړ.
(last modified 2024-01-10T05:37:17+00:00 )
Jan 10, 2024 10:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان چارواکو او شیعه علماو سره کتنه او خبرې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هیواد د اهل تشیع له لسګونوعلماؤ، مخورو او متنفذینو سره په کتنه کې د ټولو قومونو ترمنځ په یووالي ټينګار وکړ.

د دې کتنې په پیل کې ډاکټر جعفر مهدوي، شیخ عبدالرحیم وفايي او علي رضا حسیني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل، خوښ دي چې د سرتاسري امنیت په راتګ سره په هېواد کې رغنیزې چارې پيل شوي، یووالي او اتحاد ته کار کېږي او افغانستان د ثبات پر لور روان دی.

یادو ویناوالو په غزني او ځینو نورو ولایاتو کې د اهل تشیع هېوادوالو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت پالیسي د هر ډول تبعیض او تعصب له منځه وړل، د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو ترمنځ د یووالي تحکیم او خلکو ته غوره خدمات رسول دي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، د اسلامي امارت د مسؤلینو او ادارو دروازې د ټولو ولسونو پر مخ خلاصې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د اهل تشیع هیوادوالو راغلو علماؤ، مخورو او متنفذینو ته ډاډ ورکړ چې په مشورو او نظریاتو به یې غور وشي او ستونزې به یې د حل په موخه له اړونده ادارو سره شریکې شي.