د هرات زلزله ځپلو ته کورونه جوړ او وروسپارل شول
Jan 11, 2024 03:56 Asia/Kabul
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په هرات کې زلزله ځپلو ته د ۳۶ کورونو د جوړولو او سپارلو خبر ورکړی.
د تاند خبري سایټ په وینا، نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا کورونه د رباط سنګي ولسوالۍ په خوش رباط او باغ رحمت سیمو کې جوړ شوي.
هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
په هرات کې د څو میاشتې مخکې زلزلې زرګونه کورونه ویجاړ او لسګونه زره کسان بې کوره او زیانمن کړل.
څه موده مخکې په هرات کې زلزله ځپلو ته د سندرغاړي فرهاد دریا په هڅه د یو شمېر کورونو د جوړولو خبر ورکړل شوی و، چې د څرنګوالي له پلوه نیوکو سره مخ شوی و.
په هرات کې لا هم ګڼ زلزله ځپلي به سړه هوا کې، خېمو کې ژوند تېروي او له ګڼو ستونزو شکایت لري.
ټیګونه