طالبانو په تخار کې د حزب التحریر ۱۵ غړي نیولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144750-طالبانو_په_تخار_کې_د_حزب_التحریر_۱۵_غړي_نیولي
نیول شوي کسان په تالقان کې د استخباراتو ریاست ته بیول شوي دي.
(last modified 2024-01-14T07:32:05+00:00 )
Jan 14, 2024 11:59 Asia/Kabul
  • طالبانو په تخار کې د حزب التحریر ۱۵ غړي نیولي

نیول شوي کسان په تالقان کې د استخباراتو ریاست ته بیول شوي دي.

 

راپورونه وايي چې طالبانو لږترلږه ۱۵ تنه د حزب التحریر د غړیتوب په تور په تخار ولایت کې نیولي دي.

د تسنیم خبري اژانس په تالقان ښار کې د یوې سرچینې په قول نن خبر ورکړ چې دا کسان په یوه کور کې نیول شوي دي.

د خبر پر اساس، له نیول شویو کسانو سره د حزب التحریر تبلیغاتي پاڼې موندل شوي دي.

نیول شوي کسان په تالقان کې د استخباراتو ریاست ته بیول شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې تېره میاشت په بدخشان ولایت کې لسګونه کسان د حزب التحریر د غړیتوب په تور نیولي وو.

تېر کال د افغانستان ځینو رسنیو ویلي و چې په افغانستان کې د حزب التحریر پر فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

دا ډله، داعش  ترهه ګرې ډلې ته ورته افکار لري.