په ترکیه کې ۹۹ افغان کډوال نیول شوي دي
Jan 15, 2024 07:56 Asia/Kabul
د ترکیې پولیسو د رزانجان ښار د ترجان په لویه لار په یوې لارۍ کې سپاره ۹۹ افغان کډوال نیولي دي.
د ترکي رسنیو د خبر له مخې، په یادو کسانو کې درې کسان د انساني قاچاق پر تور نیول شوي دي.
په خبر کې راغلي: دغو کسانو د ترکیې د اوسېدو رسمي اسناد نه درلودل او پولیسو له قانوني چلند وروسته، د اړوند ښار د کډوالو رياست ته سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ترکي چارواکو، په ترکیه کې د کډوالو د نيولو او شړلو لپاره عمليات جاري ساتلي دي.
ټیګونه