د پاکستان او د افغانستان ځواکونو سرحدي جګړه وکړه
«اوا« خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان سرحدي ځواکونو او د طالبانو عسکرو د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه کښې نښته وکړه.
ویل کیږي چې د پاکستان او د افغانستان ترمینځ سرحدي جګړه پرون سهار د پاکستان باجوړ سیمې ته نږدې د افغانستان په ختیځ کښې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په« ګنجګل» سیمه کښې پیل شوي وه.
د افغانستان سرچینو وویل لومړۍ د پاکستان سرحدي ځواکونو ډزې وکړې او بیا د طالبانو ځواکونو ورته ځواب ورکړ.
دغه جګړه په داسې حال کښې شوي ده چې د پاکستان پوځيان د سرحدي دیوال په جوړولو بوخت دي.
د پرونۍ جګړې د مرګ ژوبلو په هکله تراوسه کوم راپور نه دی خپور شوی.
افغانستان او پاکستان سرحدي اختلافات لري او د دواړو هیوادونو ځواکونه تل له یوبل سره جنګونه کوي چې دغه نښتې اکثره د دواړو هیوادونو ترمینځ د سرحدي لارو د تړل کیدا سبب ګرځي.
په عین حال کښې پاکستان تل افغانستان د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې ته په پناه ورکولو تورنوي او وايي دغه ترهګره ډله د افغانستان له خاورې د پاکستان د پوځيانو پرضد عملیات کوي خو د افغانستان طالبان بیا د پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي.