د ټولو دولتي شرکتونو خپلواکه اداره مو جوړه کړه
Jan 22, 2024 11:15 Asia/Kabul
نوموړي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دا کار د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، د انحصار او احتکار د مخنيوي په موخه د طالبانو د لوی مشر ملا هبت ا... اخوند زاده په فرمان رامنځته شوی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ټولو دولتي شرکتونود خپلواکې ادارې د رامنځته کېدو خبر ورکړ.
نوموړي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دا کار د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، د انحصار او احتکار د مخنيوي په موخه د طالبانو د لوی مشر ملا هبت ا... اخوند زاده په فرمان رامنځته شوی.
برادر د طالبانو له لوري د ډېرو دولتي شرکتونو بېرته فعالیدو ته په اشارې سره ویلي زمونږ په راتګ او د مالیې وزارت په هڅو سره ډېر شرکتونه بېرته فعال او په عوایدو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ټیګونه