تیر کال څه د پاسه پینځه لکه کسان افغانستان ته ستانه شوي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر «خلیل الرحمان حقاني» وویل په تیر میلادي کال کښې له نورو هیوادونو څخه څه د پاسه لس لکه افغانان خپل هیواد ته ورستانه شوي دي.
هغه د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو د سترې کمشنرۍ د امنیت او د ملاتړ له مشرې میرمن « شوکو شیموزاوا» سره په کتنه کښې وویل: د طالبانو حکومت له کډوالو سره د بشر دوستانه مرستو د دوام غوښتنه کړي ده او په کارونو کښې په غږملتیا او تفاهم ټینګار لري.
شیموزاوا هم په دغه کتنه کښې ډاګینه کړه: د افغانستان د کډوالو مشکلات یې د پاکستان د خارجه چارو او د کورنیو چارو له وزیرانو سره شریک کړي دي او وړاندیز مو کړی دی چې په پاکستان کښې د افغانستان د کډوالو د وسیدو کارتونه دې تمدید شي او له هغوې سره دې بد چلند ونشي.
د ویلو ده چې په تیرو دریو میاشتو کښې پاکستان د افغانستان څه د پاسه پینځه لکه کډوال ایستلي یا یې له هیواده ایستلو ته مجبوره کړي دي.
له بلې خوا د طالبانو د حکومت د سیاسي چارو مرستیال «محمد الکبیر» هم پرون په کابل کښې د اروپايي اتحادیې د نمایندګۍ له مسوولې« رافیلا ایودیس» سره په کتنه کښې وویل افغانستان د طب ، د زده کړې او د نورو بیخ بنایانو په شمول په بیلابیلو برخو کښې د اروپايي اتحادیې ګډون ته اړتیا لري.
رافیلا ایوډیس په دغه کتنې کښې له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې د مرستو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل همدا اوس اړمنو کورنیو ته بشر دوستانه مرستې رسیږي او د اداري فساد په هکله اندیښنه نشته.
هغې دغه راز په افغانستان کښې د امنیت د تامین په هکله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه مونږ وتوانیدو په ډاډه زړه د افغانستان یوشمیر ولایتونو ته سفرونه وکړو او له نږدې څخه د خلکو حالت ووینو.