د تورخم دروازه له لسو ورځو تړل کېدا وروسته پرانیستل شوه
زمونږخبریال راپور راکړی په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار عبدالجبار حکمت وویل، د تورخم دروازه له لسو ورځو تړل کېدا وروسته نن ګهیځ دواړو خواوو ته پرانیستل شوه.
پاکستاني چارواکي وايي، د مارچ تر پایه یې موټر چلوونکو ته وخت ورکړی چې ویزې واخلي.
هغو ناروغانو ته هم د پخوا په څېر اجازه ورکول کېږي چې له ویزې پرته پاکستان ته د درملنې لپاره تلل.
ښاغلی حکمت زیاتوي، له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته دا لاره پرانیستل شوې ده.
پاکستاني چارواکي ټینګاري کوي، چې د طالبانو حکومت ته یې د مارچ تر ۳۱ وخت ورکړی چې موټر چلوونکي ویزې او پاسپورټ واخلي، خو ښاغلی حکمت وایي موږ داسې څه نه دي ویلي.
ښاغلي حکمت وویل، " زموږ له لوري هېڅ داسې کومه خبر نه ده شوې چې دوه میاشتې یا درې میاشتې هغه شان چې مخکې لار خلاصه وه اوس بیا پرانیستل شوه دا ځل هم دوی لار بنده کړې وه او څوک پرې خبر نه و، د شپې لس بجې یې وویل چې لار بندوو، موږ پوښتنه وکړه چې ولې یې بندوئ، دوی ویل، چې تاسو له موږ سره خبره کړې، خو وروسته چې موږ له ټولو مشرانو سره خبرې وکړې، په دې تړاو هېڅ کومه داسې خبر نه وه شوې.
دغه لارې چې دا تېر اویا کاله دا رقم خلاصه وه، انشالله همداسې به خلاصه وي."
وحید شاه چې په ننګرهار کې د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له تېرو لسو ورځو راهیسې یې په تورخم کې په توکو بار موټر تېرېدو ته انتظار و. نوموړی وايي، "په دې خوشاله یوو چې دروازه خلاصه شوه" خو اندېښنه یې دا ده چې درې میاشتې وروسته ښايي بیا پرې د ویزې اخیستو شرط ولګول شي.
پاکستاني چارواکو پر دغه لاره د تګ راتګ لپاره ویزه لرل د شرط په ډول وړاندې کړي وو او له همدې امله د لویو لاریو پرمخ له افغانستان سره د ټرانزیټ له پنځو لارو څلور تړل شوې وې.
څو ورځې وړاندې د ډیورنډ کرښې بله غاړه لواړګي کې سلګونو موټر چلوونکو او ځايي خلکو لاریون هم کړی و او د پاکستان له حکومته یې غوښتل، "د ویزې له شرط پرته دغه لار پرانیزي."