د خوست او متحده عربي اماراتو ترمنځ بیا الوتنې پیل شوې
Jan 27, 2024 03:15 Asia/Kabul
له خوست څخه د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې پیل شوې.
د افغانستان سرپرست حکومت د ترانسپورټ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي؛ د اریانا افغان هوايي شرکت دا الوتنې به اونۍ کې دوه ځلې جمعه او دوشنبه ترسره کېږي.
د دغه اعلامیې له مخې؛ دا الوتنې به په متحده اماراتو کې اوسيدونکو افغانانو او نورو مسافرو ته ډير سهولتونه رامنځته کړي.
درې ورځې مخکې اریانا افغان هوايي شرکت ویلی و، د خوست او متحده اماراتو ترمنځ د کابل له لارې الوتنې پیلوي
د اریانا افغان هوايي شرکت دغه نوښت خوستوال چې ډېری ځوانان یې په متحده عربي اماراتو کې مسافر دی خوشال کړي دي.
که څه هم طالبانو ویلی چې خوست ته دا لومړنی نړیوال پرواز دی، خو دا پروازونه د تیر حکومت په واکمنۍ کې پیل شوي وو.
ټیګونه